بغلان او کندهار کې د سېلابونو له امله سلګونه کورونه تخریب شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د بغلان ولایت د پېښو سره د مبارزې مسؤلین وايي، د تېرې شپې سېلابونو په پلخمري ښار او د دوشي او دهنه‌غوري ولسوالیو کې سلګونه کورونه تخریب کړي او سلګونه جریب ځمکه له منځه تللې ده. په دې پېښه کې یو ماشوم مړ شوی او یو تن نور ټپي شوی دی.

همدارنګه د کندهار ولایت د پېښو سره د مبارزې ریاست خبر ورکړی چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ښار او یو شمېر ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول تخریب شوي او شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

په عين حال کې مسوولينو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له خطرناکو سیمو لرې پاتې شي او د ژغورنې ټیمونو لارښوونې عملي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button