اقتصاد وزیر: د پاکستان د پوځي بریدونو له امله ۲۷ زره کورنۍ بېځایه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو ادارو او د کورنیو او بهرنیو موسسو له مسؤلینو سره په ناسته کې ويلي چې د پاکستان د پوځي رژيم لهخوا د بېرحمه بریدونو له امله تراوسه په ۹ ولایتونو کې ۲۷ زره او ۳۴۴ کورنۍ بېځایه شوې دي.
ښاغلي حنیف زیاته کړې چې بېځایه شوې کورنۍ په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو کې میشتې دي.
اقتصاد وزیر له نړیوالو ادارو وغوښتل چې یادو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي او د هغوی د اړتیاوو د ژر پوره کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.



