ایراني ځواکونو متحده عربي اماراتو کې پر امریکایي اډې برید کې ۳۷ پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ادعا کړې، چې په منځني ختیځ کې یې پر امریکايي ځواکونو تازه او درانه بریدونه کړي، چې له امله یې د پام وړ مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سپاه پاسداران د مرکزي قوماندانۍ ویاند ابراهیم ذوالفقاري په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې یې د امریکايي ځواکونو پر یوې پټې ناستې برید ترسره کړی دی.

د هغه په وینا، په دغه برید کې ۳۷ امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه برید د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له لوري ترسره شوی او هدف یې هغه غونډه وه، چې پکې د امریکا لوړپوړي نظامي افسران راټول شوي وو.

ذوالفقاري همداراز ادعا کړې، چې د دوی سمندري ځواکونو په همغږو عملیاتو کې په متحده عربي اماراتو، بحرین او کویټ کې پر امریکايي تاسیساتو پنځه جلا بریدونه کړي دي.

د سپاه پاسداران ویاند دا هم ویلي، چې ځواکونو یې په شمالي بحرهند کې د USS Abraham Lincoln پر جنګي بېړۍ د ډرون برید ترسره کړی، چې له امله یې یاده بېړۍ د سیمې پرېښودو ته اړ شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button