کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
ایراني ځواکونو اعلان کړی،چې په بېلا بېلو خلیجي هېوادونو کې یې امریکایي اهداف په نښه کړي دي.
راپورونه وایي، دغه بریدونه په سعودي عربستان، کوېټ، اردن، بحرین او متحده عربي اماراتو کې ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په یادو بریدونو کې امریکایي پوځي اډې او له امریکا سره تړلي تجارتي مرکزونه هدف ګرځېدلي دي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا اقدامات د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره شوي او که فشارونه دوام وکړي، نور ګامونه به هم پورته کړي.
تر اوسه یادو بریدونو کې د دقیقو زیانونو او تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو ځینې سرچینې د زیانونو د اوښتو خبره کوي.
بلخوا، د امریکا او یادو هېوادونو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.


















