ایراني ځواکونو د امریکا A-10 جنګي الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې تېره شپه د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران د هوايي دفاع سیسټمونو یوه امریکایي اې-۱۰ «A-10 Thunderbolt II» جنګي الوتکه نسکوره کړې ده.

د یاد اژانس په وینا، همداراز هغه دوه امریکایي چورلکې هم په نښه شوې دي چې د یوې نسکورې شوې اېف-۳۵ الوتکې د پیلوټ د ژغورنې لپاره سیمې ته استول شوې وې.

بلخوا، د ایران هوايي ځواک ادعا کړې چې د همدې پېښو په لړ کې یې یوه امریکایي ـ اسراییلي جنګي الوتکه او یوه بې‌پیلوټه الوتکه هم په نښه کړې ده.

په همدې حال کې، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو خبرداری ورکړی، چې د هېواد هوايي حریم د دښمن الوتکو لپاره ناامنه دی او دوی به په بشپړ توان سره هره دښمنه الوتکه هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button