کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د کوېټ بوبیان ټاپو کې د امریکایي ځواکونو پر یوه ډیپو د ایران تر برید وروسته، تهران سره د هوکړې لپاره د واشنګټن ډیپلوماټیکې هڅې چټکې شوې دي.
د راپور له مخې، امریکا د یوه منځګړي هېواد له لارې ایران ته د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز کړی دی، څو د روانو نښتو شدت راکم شي.
فارس زیاتوي، که څه هم ایران تر اوسه د دغه وړاندیز په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو په عملي توګه یې د جګړې په ډګر کې خپل غبرګون ته دوام ورکړی دی.
بلخوا، راپور کې راغلي چې د ایران دفاعي ځواکونو تېره ورځ د امریکا دوه پرمختللې الوتکې هم نسکورې کړې دي. د یادې سرچینې په باور، دغه پېښه ښيي چې د ایران دفاعي ځواکونه لا هم د بهرني یرغل پر وړاندې د اغېزناک مقاومت وړتیا لري.

















