ایران عربي هېوادونو ته: که غواړئ په امن ژوند وکړئ امریکایان مو له خاورې وباسئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران وسله‌والو ځواکونو ګواښ کړی، چې که د دوی پر تاسیساتو بریدونه دوام وکړي، نو پر تل‌ابیب به لا ډېر سخت او پراخ بریدونه ترسره کړي.

د راپورونو له مخې، ایراني پوځ ویلي که د دوی پلونه او برېښناکوټونه په نښه شي، نو دوی به ورته په لا زیات شدت سره ځواب ورکړي.

په خپره شوې اعلامیه کې همداراز راغلي، هغه هېوادونه چې په سیمه کې یې امریکا ته پوځي اډې ورکړي او یا یې متحدین دي، ممکن د ایران د راتلونکو بریدونو په هدفونو کې شامل شي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د اړتیا په صورت کې به د امریکا او اسرائیلو د سون‌توکو او انرژۍ تاسیسات، اقتصادي مرکزونه او برېښناکوټونه په نښه کړي.

په همدې حال کې، د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړل شوی چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره دې پر خپله خاوره د امریکایي پوځي اډو د ختمولو اقدام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button