تېره يوه اونۍ کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۶۱ تنه شهیدان او ۱۱۴ ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، تېره یوه اونۍ کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو له کبله ۶۱ تنه شهیدان، ۱۱۴ ټپیان او ۴ تنه لادرکه شوي دي. هغه زیاته کړې، چې زیاتره پېښې د بېلابېلو سیمو په کليوالو او ښارونو کې رامنځته شوي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، په یاده موده کې نږدې ۲۵۰۰ کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او ۱۰۴۵ څاروي هم تلف شوي دي. د سېلابونو له کبله د کرنې سکتور ته هم زیان رسیدلی، چې نږدې ۲۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو ورځو راهیسې په ګڼو ولایتونو کې شدید بارانونه اوري، چې د خلکو د ژوند او ملکیتونو لپاره درانه مالي زیانونه رامنځته کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button