بغلان او سمنګان کې ۱۹۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او بېړنۍ مرستې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ويلي، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۱۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې وېشل شوي او د مسؤلینو په وینا، هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او دوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې ورکړل شوې.
بلخوا، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM او WFP په مالي ملاتړ ۷۳ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلې دي. په دې مرستو کې د پخلنځي وسایل، کمپلې، سولري څراغونه، ترپالونه او خوراکي توکي شامل دي، او هغو کورنیو ته چې کورونه یې بشپړ ویجاړ شوي، اضافي خیمې هم ورکړل شوې دي.
د پېښو سره د امادګۍ ملي اداره وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې د زیانمنو د سروې بهیر لا هم روان دی، څو نورو مستحقو کسانو ته هم رسېدنه وشي.



