کندهار کې د ۲میلیونه او ۳۵۲زره ډالرو په لګښت ۶ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲میلیونه او ۳۵۲زره ډالرو په لګښت جوړې شوې او د پوهنې د مسئولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې وزارت ویلي، دغو ښوونځیو کې درسي خونې، اداري دفترونه، لابراتوارونه، د اوبو رسولو سیسټم او لمریزې برېښنا شبکې شاملې دي، چې د زدهکوونکو لپاره عصري او مجهز تعلیمي چاپېریال برابروي.
په یادو ودانیو سره زرګونو زدهکوونکو ته به د خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال په وړاندې کولو سره د زدهکړې ښه فرصتونه برابر شي.



