سپاه پاسداران: د “ریښتینې ژمنې” عملیاتو ۹۴مه څپه ترسره شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران”اعلان کړی، چې د “ریښتینې ژمنې” عملیاتو ۹۴مه څپه یې پیل کړې ده.

د اعلامیې له مخې، نن غرمه د اشغال شوې فلسطین په سوېل، مرکز او شمال کې مهم اهداف د درنو بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله په نښه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دغه بریدونه د توغندیزو او هوايي ګډو عملیاتو په بڼه ترسره شوي، چې پکې له نویو توغندیو کار اخیستل شوی دی.

تر اوسه د یادو بریدونو د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button