کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “عباس عراقچي” د صهیونیستي ریژیم او امریکا له لوري د وژل کېدو د ګواښونو په غبرګون کې سخت دریځ خپل کړی او ویلي یې دي، چې دغه ډول ګواښونه د دوی پر اراده هېڅ اغېز نه لري.
نوموړي ویلي: «ستاسې ګواښونه زموږ تر پښو لاندې دي. که موږ له مرګه وېرېدلای، نو هېڅکله به دې جګړې ته نه داخلېدو او نه به مو خپل غوره کسان د شهادت لپاره وړاندې کول.»
عراقچي زیاته کړې، چې د خپل وطن د دفاع په لاره کې شهادت د دوی لپاره ویاړ دی، او ټینګار یې کړی: «موږ ازاد پیدا شوي یو او ازاد به مرو.»


















