افغانستان او ازبکستان د درملو شرکتونو د ثبت او همکاریو په اسانه کولو توافق وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درمل جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رئیس عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو شرکتونو د ثبت بهیر اسانه کولو او د هوکړه لیکونو د عملي کولو پر پریکړه ټینګار وکړ.
په غونډه کې د ازبکستاني شرکتونو ظرفیتونه، د باکیفیته درملو په مناسب قیمت وړاندې کول، او د افغان متخصصینو د مهارتونو لوړولو په برخه کې د همکارۍ امکانونه هم وڅېړل شول، او ازبکستاني پلاوي د تخنیکي تجربو شریکولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.



