یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر ایلات ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې د ایران او د سیمې د مقاومت له ځواکونو سره په ګډه یې د اشغال شوې فلسطین په جنوب کې د “ام الرشراش” (ایلات) پر ښار د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د اسرائیلو پر مهمو نظامي او حیاتي هدفونو ترسره شوي او عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي دي.
یمني ځواکونو دغه اقدام د ایران، لبنان، عراق او فلسطین د مقاومت د ملاتړ په موخه بللی او ټینګار یې کړی، چې د “مقدس جهاد” تر بریا پورې به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.



