ایران د خلیج په څو هېوادونو توغندیز بریدونه کړي؛ کویټ کې ۱۵ امریکایي سرتیري ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا سيبياس نیوز د راپور له مخې، په کویټ کې د علي السالم پر هوايي اډې د ایران د توغندويي برید په ترڅ کې ۱۵ امریکایي پوځیان ټپیان شوي دي.
هممهاله راپورونه څرګندوي چې ایران پر کویټ، بحرین، سعودي عربستان او اسراییل تازه توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، په اسراییل کې د بریدونو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې هېواد یې د ایراني توغندیو د پاتې شونو د لګېدو له امله د اوښتو زیانونو ارزونه کوي.
وزارت زیاتوي چې تخنیکي ډلې سیمه معاينه کوي او د هر ډول احتمالي خطر د مخنیوي هڅې روانې دي.



