مولانا فضل الرحمن: پاکستان د امریکا- اسرائیلو ملاتړ کوي پر وړاندې یې سیاسي مبارزه پیلوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د دغه هېواد پر حکومت سختې نیوکې کړې او هغه یې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ تور تورن کړی دی.
فضل الرحمن ویلي، د پاکستان حکومت د خپلو ناوړه سیاستونو له لارې هڅه کوي چې د اسرائیلو اشغالګر رژیم ته خوندیتوب برابر کړي او په اسلامي نړۍ کې د امریکا روانو بریدونو، وژنې توجه کړي.

هغه زیاته کړې، چې د هېواد اوسنی حکومت د اسلامي ارزښتونو پر خلاف روان دی او د ولس له غوښتنو سره په ټکر کې سیاستونه پر مخ وړي.

د جمعیت علمای اسلام مشر اعلان کړی، چې د دغو پالیسیو پر ضد به د روانې مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه له مردان ښار څخه خپله سیاسي مبارزه پیل کړي، چې وروسته به نورو سیمو ته هم وغځول شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا مبارزه به تر هغو دوام وکړي، څو د هېواد تګلاره د ولس د غوښتنو او ملي ګټو سره برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button