د ریښتینې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو په یافا (تل ابیب) ځپونکي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د ریښتینې ژمنې عملیاتو په دوام کې، ایراني ځواکونو د اشغال شوي فلسطین په یافا ښار، چې د تل ابیب په نوم هم پېژندل کېږي، پراخ او ځپونکي بریدونه ترسره کړي دي.

راپورونه وایي، چې دغه بریدونه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي او د ښار بېلابېلو سیمو کې یې مهم هدفونه یې په نښه کړي دي.

د سرچینو په وینا، د بریدونو له امله په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او خلک پناه ځایونو ته تښتېدلي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې وضعیت ترینګلی دی او د ژغورنې ډلې په چمتو حالت کې دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې دا بریدونه د وروستیو تحولاتو په غبرګون کې ترسره شوي او ټینګار یې کړی، چې دغه عملیات به دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button