نړیوالې رسنۍ: ټرمپ ښايي د ایران پر ضد ټاکلی ضرب الاجل وځنډوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د سې‌شنبې ورځې د شپې ۸ بجې د ایران ته ورکړل شوی ضرب الاجل وځنډوي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ له خبریالانو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي: «دا کار شونی دی؛ خو که ووینم چې هوکړې ته نږدې شو.»

سرچینې زیاتوي، که چېرې دغه پرېکړه عملي شي، نو دا به پنځم ځل وي چې ټرمپ خپل ټاکل شوی وروستی ضرب الاجل ځنډوي.

تر اوسه د دې احتمالي ځنډ په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې دا پرېکړه به د روانو سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو له مخې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button