سپاه پاسداران: د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ هدفونه په نښه شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) اعلان کړی، چې د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو کې یې پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
د یاد ځواک په وینا، په دغو بریدونو کې له ۳۰ زیات هدفونه د ریشون لتسیون او پتاح تکفا په ګډون مرکزي سیمو کې په نښه شوي دي.
همدارنګه راپور کې راغلي، چې د بئر السبع، دیمونا، عراد، کریات ګات او اوفاکیم په څېر د نقب په سیمو کې هم یو شمېر هدفونه تر برید لاندې راغلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې شاوخوا ۱۰ نور هدفونه په “یافا” (تل ابیب) په ښار کې هم په نښه شوي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د زیانونو او مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.



