ایراني ځواکونه: که زموږ تأسیسات په نښه شي، په عربي نړۍ کې به هر څه له منځه یوسو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
ایراني ځواکونو خبرداری ورکړی، چې که د دوی پوځي او حیاتي تأسیسات د دښمن له لوري په نښه شي، نو په غبرګون کې به په عربي نړۍ کې پراخ او سخت اقدامات ترسره کړي.
د دوی په وینا، هر ډول احتمالي برید ته به کلک ځواب ورکړل شي او هغه لوري به پښېمانه کړي چې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام هڅه وکړي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د هېواد امنیت او ملي ګټې سره کرښه ده او هېڅ ډول ګواښ به بې ځوابه پاتې نه شي.



