کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وايي چې افغانستان او پاکستان په ارومچي کې د سولې د خبرو پر مهال پر دې هوکړه شوي چې د روان کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره به هر اړخیزې حل لارې لټوي.
هغې وویل، دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د وضعیت د لا ترینګلتیا سبب کېدونکي اقدامات به نه ترسره کوي.
ماو نینګ په خبري ناسته کې وویل چې د چین په کوربتوب د دواړو لورو خبرې رغنده وې او کابل او اسلاماباد پرېکړه وکړه چې د متقابل باور د پیاوړتیا او امنیتي اندېښنو د حل لپاره به ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
چیني چارواکي زیاتوي چې بیجینګ به له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې ساتي او د خبرو اترو د دوام لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي، څو سیمه ییز ثبات ته لار هواره شي.

















