کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند اعلان شوی، بیا هم تاوتریخوالی دوام لري او نوې پېښې رامنځته شوې دي.
راپورونه وایي، د اسراییلو جنګي الوتکو د ایران اړوند لاوان ټاپو کې د تېلو یوه مهمه تصفیهخونه په نښه کړې ده. ویل کېږي چې دغه برید د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو ترسره شوی، خو د اوښتو زیانونو کره جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
له بلې خوا، د همدې بریدونو په غبرګون کې ایران هم چټک اقدام کړی او د راپورونو پر بنسټ د متحده عربي اماراتو او کویټ ځینې سیمې یې په نښه کړې دي.


















