کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” اعلان کړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند شرایط روښانه او څرګند دي او امریکا باید د اوربند د ټینګښت او یا د اسراییلي رژیم له لارې د جګړې د دوام تر منځ یو انتخاب وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا نه شي کولای په یو وخت کې دواړه لارې خپلې کړي او باید په دې اړه څرګند او عملي دریځ غوره کړي.


















