کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)
لبنان د صهیونیستي رژیم د تېرې ورځې د مرګونو او خونړیو بریدونو له امله نن (پنجشنبه، د وري ۲۰مه) په ټول هېواد کې یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.
د چارواکو په وینا، د دغه ماتم په مناسبت به ټولې دولتي ادارې تړلې وي او ملي بیرغ به نېمه ځوړند وي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د صهیونیستي رژیم د وحشیانه بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۵۴ تنه شهیدان او ۱،۱۶۵ نور ټپیان شول.


















