د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اوونۍ د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد کړل شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.

وزارت زیاتوي چې دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې بندیان شوي وو.

د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت مسوولین وايي، راخوشې شوي کډوال له بایو مېټریک ثبت وروسته د بشري مرستو له ترلاسه کولو سره خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

چارواکي وايي چې افغان کډوالو سره د مرستو بهیر روان دی او هڅه کېږي هغه کسان چې لا هم په پاکستاني بندخونو کې بند پاتې دي، د قانوني لارو له مخې هر څه ژر راخوشې او هېواد ته واستول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button