ولسمشر اردوغان: د امریکا-ایران اوربند باید بشپړ عملي شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د امریکا او ایران ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دغه موافقه باید په بشپړ ډول عملي شي.

نوموړي ویلي، اوربند باید داسې پلي شي چې هېڅ لوري ته د پارونې، ګډوډۍ او یا د تخریب فرصت ورنه کړل شي.

اردوغان همدارنګه د هغو هېوادونو مننه کړې چې د خبرو اترو په بهیر کې یې ونډه لرلې، او په ځانګړي ډول یې د پاکستان رول ستایلی دی.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې چې د انقرې اساسي موخه په سیمه کې د سولې، ارامۍ او ثبات ټینګښت دی او هېواد به یې د سولې غږ په سیمه او نړۍ کې ژوندی وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button