ننګرهار : د راستنېدونکو کډوالو لارۍ چپه کیدو پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳۵ ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد خبر وايي، چې تېره شپه د جلال‌اباد ښار په حلقوي سړک کې د راستنېدونکو افغان کډوالو یوه لارۍ د تخنیکي ستونزې له امله اوښته.

حماد زیاته کړې، چې په پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور کسان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ډاکټرانو په وینا د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، پېښه د سره‌رود ولسوالي اړوند د شیخ مصري سیمه کې شاوخوا دولس بجې د لارۍ د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او ټپیان د اړوندو روغتیايي مرکزونو او جلال‌آباد ښار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button