کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وايي، چې اسلاماباد ته له امریکا سره د مذاکراتو په موخه تللي ایراني پلاوي د جي ډي وینس او د هغه ټیم ته اجازه نه ده ورکړې چې له دوی سره ګډ انځورونه واخلي.
سرچینو د ایراني پلاوي له قوله ویلي، چې د انځورونو نه اخیستو ترڅنګ به د دوی ترمنځ مستقیمې خبرې اترې هم ونه شي او دواړه لوري به په جلا خونو کې د پاکستاني چارواکو په منځګړیتوب مذاکرات پر مخ یوسي.
تر دې وړاندې د ایران د مذاکراتي ټیم غړي باقر قالیباف ویلي و، چې دوی په ښې ارادې خبرو ته حاضر شوي؛خو په امریکا هېڅ باور نه لري.
دا پرمختګونه په داسې حال کې دي، چې تمه کېږي دغه مذاکرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو کړکېچونو د کمولو لپاره مهم رول ولوبوي.


















