د کار او ټولنیزو چارو وزارت: ارزګان کې ۳۳۶ کسانو ته د موټر سایکل ترمیم او خیاطۍ کاري وسایل ووېشل شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د همکارو موسسو په همغږۍ، د چهارچینو او خاص ارزګان ولسوالیو ۳۳۶ کسانو ته د موټر سایکل ترمیم او خیاطۍ له زده‌کړو وروسته اړوند کاري وسایل ورکړل شول.

د ارزګان د کار او ټولنیزو چارو رئیس ویلي چې دغه اقدام به یاد کسان د خپل کار او کسب څښتنان کړي او د خپلو کورنیو لپاره به د حلالې روزۍ زمینه برابره کړي.

نوموړي له همکارو موسسو هم غوښتنه کړې چې د بېوزلو کورنیو د ملاتړ لپاره ورته پروګرامونه دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button