کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د باقر قالیباب په مشرۍ ایران د مرکچي پلاوي غړي د خبرو اترو پلاوی له اسلام آباد څخه تهران ته روان شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” چې د یاد پلاوي له غړو څخه یو تهران ته له روانېدو مخکې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د امریکا غوښتنې بدماشي وه او دوی د چا بدماشي نه مني.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو د څو ساعتونو مذاکراتو سره سره کومه عملي پایله ترلاسه نه کړه او د خبرو بهیر پرته له پرمختګه پای ته ورسېد.
سرچینې وایي، چې د ځینو مهمو موضوعاتو پر سر اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي او ښايي په راتلونکو پړاوونو کې بیا د خبرو هڅې وشي؛خو تر اوسه کوم رسمي اعلان نه دی شوی.


















