کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر “باقر قالیباب ویلي، چې د خبرو په دې پړاو کې یې یو شمېر وړاندیزونه وړاندې کړل، خو مقابل لوري ونه توانېد چې د دوی باور ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د پوځي مبارزې تر څنګ په دیپلوماسۍ هم باور لري؛ خو مذاکراتو او جګړه دواړو کې به ملي ګټو ته ژمن پاتې کېږو.
د هغه په وینا، ایران به د خپلې دفاع او د څلوېښت ورځنیو لاسته راوړنو د ټینګښت لپاره له هڅو یوه شېبه هم لاس وانخلي او دا بهیر به په دوامداره توګه پر مخ وړي.


















