عراقچي ټرمپ ته: د نتانیاهو له حکمونو اطاعت سیمه په اور کې سوزوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د پارس ټوډې راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر “عباس عراقچي د امریکایي ولسمشر “ټرمپ” وروستیو ګواښونو ته غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ویلي، که چېرې ټرمپ د نتنیاهو له غوښتنو او حکمونو څخه اطاعت ته دوام ورکړي، نو دا کار به ټوله سیمه د اور لمبو ته ټېل وهي.
قالیباف ټینګار کړی چې د داسې سیاستونو دوام به سیمهییز ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړي او د کړکېچ د پراخېدو لامل به شي.
هغه زیاته کړې ،چې ایران به د خپلو ملي ګټو او د خلکو د حقونو د دفاع لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.



