کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د نیمروز ځایي مسؤولين وايي، د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې څه باندې ۵۲ ټنه قاچاقي درمل له منځه وړل شوي دي.
د مسؤلينو په وینا، یاد درمل چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راوړل شوي وو، د اړوندو ادارو د ګډ هیئت له لوري راټول او د استوګنې له سیمو لرې وسوځول شول.
د نیمروز د ګمرک ریاست تخنیکي مرستیال ویلي، ټولټال ۵۲ ټنه او ۳۰۰ کیلوګرامه درمل او نشهیي ګولۍ چې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې ضبط شوي وو، په همدې عملیاتو کې له منځه یوړل شول.
مسؤلین زیاتوي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره د څارنې او کنټرول هڅې دوام لري.


















