د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو وايي، د پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو په غبرګون کې افغان ځواکونو د کونړ ولایت پر فرضي کرښه د «ردالظلم» په نوم غچاخیستونکي عملیات ترسره کړي دي.
د یادې قول اردو د رسنیو دفتر په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو دوه ټانګونه، دوه پوستې، یوه څارګره کمره او یو شمېر نور تجهیزات له منځه وړل شوي دي.
همدارنګه تېره شپه د شلتن ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ډرون له لارې پر یوې پوځي پوستې څلور بریدونه شوي، خو د احتمالي تلفاتو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
قول اردو زیاتوي چې دا عملیات وروسته له هغې ترسره شوي چې پاکستاني لوري په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپونو او درنو وسلو ۱۴۲ فیره مرمۍ توغولي او دوه ډروني بریدونه یې کړي دي، چې د راپور له مخې، کوم ځاني زیان نه دی اړولی.



