کونړ کې د ۵ میلیونه ډالرو د ځنګلونو احیا پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ځنګلونو د احیا او د خلکو د اقتصادي ودې پروژه پیل شوې ده. د چارواکو په وینا، دغه پروژه د چاپېریال ساتنې ریاست تر چتر لاندې پلي کېږي.

د معلوماتو له مخې، دا پروژه د نړیوال صندوق په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په همکارۍ عملي کېږي، چې ټاکل شوې پنځه کاله به دوام وکړي او د ځنګلونو بیا احیا او د خلکو د عوایدو لوړولو ته به زمینه برابره کړي.

د پروژې په لومړي پړاو کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰۰ کورنیو ته د باغدارۍ وسایل وېشل شوي دي.

چارواکي وايي، په راتلونکو پړاوونو کې به د چاپېریال ساتنې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره نورې پروژې هم پلي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button