تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)

راپورونه وایي، د پاکستان یو پلاوی په تهران کې له ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت و، خو تر اوسه یې کومه روښانه پایله نه ده لرلې.

سرچینې زیاتوي چې د خبرو فضا هیله‌بخښونکې نه وه او د پام وړ پرمختګ پکې ونه لیدل شو، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد هڅه کوي د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

د معلوماتو له مخې، ایران لا هم د یورانیمو د بډاینې او خپلو اټومي زیرمو په اړه پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی او کومه نرمي نه ښيي. همداراز د هرمز تنګي وضعیت د امريکا له پرېکړو، په ځانګړي ډول د بندیزونو او فشار له کمېدو سره تړلی بلل شوی.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د سپاه پاسداران د قدس څانګې مشر اسماعیل قاني بغداد ته سفر کړی، څو د عراق د سیاسي وضعیت او د نوي لومړي وزير د ټاکل کیدو په اړه خبرې وکړي.

بلخوا، د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ویلي، اوربند یې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره په موقتي ډول منلی او زياتوي چې ایران پر امريکا هيڅ باور نه لري.

د هغه په وینا، که مقابل لوری کومه تېروتنه وکړي، د ایران وسله‌وال ځواکونه به کلک غبرګون وښيي، او که واشنګټن رښتیا د سولې غوښتونکی وي، باید له یو اړخیزو فشارونو لاس واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button