کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له امریکا سره د خبرو اترو د دوهم پړاو پیل کیدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي.
د ایران دولتي رسنیو د لوړ پوړو چارواکو په حواله ویلي، چې غیر معقولې غوښتنې، د واشنگټن په دریځ کې پرلپسې تغییر او تناقض او «تش په نوم» سمندري محاصرې په رڼا کې د خبرو لپاره هیله کمه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز سره په مرکه کې خبر ورکړی و، چې مذاکره کوونکی پلاوی به یې نن دوشنبه ماښام اسلام آباد ته ورسېږي.
د ویلو ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ویلي و، چې ایران سره په اړېکه کې دي ترڅو مذاکراتي پلاوی اسلام آباد ته ور ولېږي.


















