کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له ایران سره به د مذاکراتو نوی پړاو په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي.
ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره غوره ګڼي او هیله لري چې دا ځل به خبرې مثبته پایله ولري.
نوموړي د خبرو د احتمالي ځای او اجنډا په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکا چمتو ده له ایران سره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې لا هم ترینګلې دي او د وروستیو میاشتو سیاسي او پوځي کړکېچونو د باور فضا اغېزمنه کړې ده.


















