کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک سپاه پاسداران یو سرچینې ویلي، چې امریکا او صهیونیستي ریژیم د جګړې د مدیریت له جدي ستونزو سره مخ دی او د پرېکړې کولو توان نه لري.
یادې سرچینې د «المیادین» شبکې سره په خبرو کې ویلي، هغه اوربند چې د واشنګټن له لوري اعلان شوی، د کوم ډیپلوماتیک انتخاب پایله نه ده، بلکې د جګړې د بهیر په مدیریت کې د بنسټیزو نیمګړتیاوو له امله رامنځته شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، د جګړې میداني شواهد ښيي چې واشنګټن او تلابیب د پرېکړه کولو په بهیر کې له لویو درزونو سره مخ دي او یو ډول عملیاتي نامعلوم حالت یې پر کړنو حاکم دی.
د سرچینې په وینا، د امریکا–اسرائیلو د پرېکړهسازۍ په کچه کې جدي اختلافات موجود دي چې د جګړې پر بهیر مستقیم اغېز لري.
سرچینې ټینګار کړی، چې اعلان شوی اوربند په حقیقت کې یو تاکتیکي درېدنه ده څو مقابل لوری وخت تر لاسه کړي، خو دوی د هر ډول ناڅاپي اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري.


















