د کانونو او پترولیم وزير د مس عینک پروژې د ځنډ په اړه له قراردادي شرکت سره خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پترولیم وزير ملا هدايت الله بدري د چين له سفير، د MCCT عمومي رئيس، د MJAM شرکت له مسؤلينو او مل پلاوي سره د مس عینک پروژې د پرمختګ او د قراردادي ژمنو د نه عملي کېدو په اړه ليدنه کړې ده.
په دې ليدنه کې د مس عینک د کانکېندنې تړون اړوند هغه ژمنې وڅېړل شوې چې تر اوسه نه دي پوره شوې، او ياد شرکت ته مخکې له مخکې هم په رسمي ډول يادې ستونزې ورپه ګوته شوې وې. د MCCT عمومي رئيس ژمنه کړې، چې پاتې تخنيکي او عملي چارې به د تړون له مادو سره سم پر مخ يوسي.
وزير ټينګار کړی، چې قراردادي شرکت بايد د تړون له شرايطو، ژمنو او د وزارت له ليکلو لارښوونو سره سم عملي ګامونه واخلي او د مس عینک پروژې د بشپړ تطبيق لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.



