ټولګټو وزارت: یوه اوونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۲۲۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، په تېره اوونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه نفتي او غير نفتي توکي انتقال شوي دي.
د نوموړي په وينا، له دې ډلې ۱۵۸۱۳۳ ټنه د حیرتان، ۲۱۷۹۷ ټنه د آقینې، ۱۹۱۹۵ ټنه د تورغونډۍ او ۳۰۴۱۱ ټنه د خواف–هرات له لارې لېږدول شوي، چې پکې واردات او صادرات دواړه شامل دي.
د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۲۶۴ ټنه دانارجوس هم صادر شوی دی.

Related Articles

Back to top button