
د کرنې وزارت او هالند کمېټې ترمنځ د ۳.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالدارۍ د ملاتړ هوکړهلیک لاسلیک شو
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست او د هالند کمېټې (DCA) ترمنځ د ۳.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د مالدارۍ د ملاتړ پروژه د دوو کلونو په موده کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې پلي شي.
د مسؤلينو په وينا، دا پروژه به په کابل، لوګر، ننګرهار، لغمان، هرات، بغلان، پروان، پکتیکا، میدان وردګ، خوست، پکتیا، بامیان او کونړ کې عملي شي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې پروژې په چوکاټ کې به د مالدارانو د ملاتړ لپاره د څارویو وېش، د حیواني کلینیکونو جوړول، د واکسین پلي کول، د وټرنرانو روزنه، د حیواني خوراکي توکو زېرمو جوړول او د شېدو راټولولو مرکزونه رامنځته شي.



