
د عامې روغتیا وزارت له BDN مؤسسې سره د ۳۸۳ زره ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک کړ
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د بدخشان، بلخ، سرپل، جوزجان، تخار، میدان وردګ او کندز ولایتونو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه یې له BDN مؤسسې سره د ۳۸۳ زره ډالرو په ارزښت یو کلن تړون لاسلیک کړ.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د دې تړون په عملي کېدو سره به د ۲۷ روغتیايي مرکزونو له لارې شاوخوا ۳۰۴ زره کسانو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې شي او ۱۸۸ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د BDN مؤسسې استازو هم ژمنه کړې، چې پروژه به د ټاکل شويو معیارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته به جدي پاملرنه وکړي.



