کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د نیمروز ولایت دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې ځايي طالبانو د نفتي توکو د یوه سوداګر د تښتولو او وژلو په تور یو کس په عام محضر کې په دار ځړولی دی.
چارواکو ویلي دي، چې دغه کس پرون مازدیګر د نیمروز د خاشرود او بکو ولسوالیو تر منځ پرته سیمه (دشت حد فاضل) کې په عام محضر کې په دار وځړول شو.
ځايي خلک وايي، دغه کس چې حیدر خان نومېدو، څه موده وړاندې یې د نفتي توکو یو سوداګر عبدالله نورزی تښتولی او بیا وژلی وو.
د نیمروز ولایتي شوار یوه غړي ګل احمد احمدي هم د دغه پېښې پخلی کړی دی، او زیاته کړې یې ده، حیدر خان چې د تښتوونکو د ډلې مشر وو، درې میاشتې وړاندې یې عبدالله نورزی تښتولی وو، او بیا یې ۴۵ ورځې وروسته وژلی وو.
احمدي همدا راز وویل، مجرمین او قاتلین که د حکومت او که د طالبانو له لورې مجازات شي، خلک یې د جرمونو د مخنیوي له کبله هرکلی کوي.
د یادولو ده، چې افغان حکومت ګڼ شمېر اختطافګر نیولي، خو د عدالت په رڼا کې یې کومه فیصله نه ده ورسره کړې.
















