لیکنه : ت.جنګی خیل
یوه کیسه ده وایي چې یوه ورځ یوه هندو ولیدل چې یو مسلمان د ده له هندوې میرمنې سره ناوړه او نا مشروع حرکات لري، نو له واره یې له خپلې بډې نه چاړه راوویسته او مسلمان یې پسې واخیست، منډه د ده وه او منډه د مسلمان، تر دې چې مسلمان یوه مسجد ته ننوت، خو کله چې هندو د مسجد دروازې ته ورسېدو نو توقف یې وکړ ځکه چې دننه مسجد ته یې وکتل نو ګوري چی دا مسلمان له خلکو سره په جمعه ولاړ دی، هندو انتظار وکړ تر څو چې جمعه خلاصه شي، خلکو چې له سلام ګرځولو وروسته هندو ولید نو ټول هک حیران شول، نو یې ورنه پوښتنه وکړه چې لالا! خیریت خو به وي دلته څه کوې؟ هغه وویل چې دغه مخامخ نفر زما له مېرمنې سره ناسم حرکات کول، او په منډه یې رانه ځان خلاص کړ او دلته مسجد ته درننوت، خلکو ورته وویل: لالا! ته لېونی شوی یې هغه خو لګیا دی بیچاره خپل لمونځ کوي، هندو ورته وویل:
لالا، هم دا کوي او هم هغه کوي.
اوس چې د استاد سیاف حرکاتو او سکناتو ته وکتل شي نو همدا کیسه نیغه د سړي سترګو ته ودرېږي، تېره ورځ د ناټو د ځواکونو نوي مشر نیکلوسن د استاد! کور ته ورغی او له هغه سره یې وکتل استاد سیاف هغه ته د نوې تقررۍ مبارکي وویله او پر دې برسېره یې لازمې مشورې هم ورکړې، له دې نه مخکې هم د استاد سیاف کور ته د آیساف او ناټو او هم امریکایی مشران راتلل او د خپلو پروګرامونو د تطبیق په اړه به یې له استاد سیاف څخه مشورې اخيستلې.
بل پلو ته چې وګورئ نو استاد سیاف په کابل کې د دعوت په نوم یو داسې پوهنتون جوړ کړی چې فکر کیږي یو اسلامي پوهنتون دی، همدا راز داستاد سیاف یو تلویزیونی چینل هم د کابل نه خپروني کوی چې دعوت نوم لري، او خپرونې یې په ظاهره ټولې اسلامی دي، له دې نه مخکې خو یې لا د پېښور په جلوزو کې یو داسې نړیوال اسلامي پوهنتون درلود چې نړیوال یې ګوته په غاښ کړی وو، چې هغه د دعوت او جهاد په نوم مشهور و.
خو اوس چې استاد سیاف په کابل کې یو ځل بیا پوهنتون خلاص کړی نو یواځې د دعوت په نوم یې پرې اکتفا کړې او د جهاد نوم یې ورڅخه لرې کړی، نو خلک انګيري چې استاد سیاف نور په اسلام کې د جهاد په نوم کوم څه نه پیژني ځکه يې د جهاد نوم لرې کړی، همدا راز که په فیس بوک کې د استاد عبد رب الرسول سیاف صفحه لایک کړئ نو وبه ګورئ چې استاد سیاف داسې آیتونه او احادیث بیانوي چې ته به فکر وکړې چې استاد سیاف د خپل ځان په مقابل کې مبارزه شروع کړې ده، ټول همغه آیتونه، احادیث او نورې ویناوې خپروي چې د ده د حرکاتو او سکناتو بهترین مصداق دی.
ملت حیران دی چې دا ډول جهادي رهبران مو رښتیا هم د کعبې قسمونو وهلي او که د دین پر ځای یې دنیا غوره ګڼلې، او که نه دا د شهيدانو، کونډو رنډو او یتیمانو ازار وهلی، سترګې یې د ملخانو د سترګو په شان شوې شرم او حیا ورڅخه لاړه ده په ډېرې سپین سترګۍ سره د مظلومو مسلمانانو په سترګو کې لا هم خاورې شیندي. نو دا ډول لالا، هم دا کوي او هم هغه.

















