کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د ازدادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ مؤسسې یا (فیفا) پر افغان حکومت د انتقاد په توګه ویلي دي، چې دوی د انتخاباتو په برخه کې پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مؤسسې اجرائیه رئیس محمد یوسف رشید نن په کابل کې د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو د استازیو په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل، چې له بحران څخه د هېواد د وتلو یوه عمده لاره انتخابات دي.
ده زیاته کړه، چې حکومت باید دې پروسې ته زمینه مساعده کړي.
ده همدا راز پر افغان حکومت انتقاد وکړ، چې څه د پاسه یو کال یې په سیاسي اختلافاتو تېر کړ، خو پر «ملي پروسې چې انتخابات دي» هغه یې له پامه غورځولي دي.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې د خپلواکو ټاکنو رئیس هم له خپلې دندې استعفا ورکړه.
















