یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د حج او عمرې مسائل (پنځمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 30, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
14
ځلې شریک شوی
171
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د حج شرطونه

د حج څلور شرطونه دي :

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

(۱) شرائط وجوب

(۲) شرائط وجوب اداء

(۳) شرائط صحت اداء

(۴) شرائط وقوع فرض

شرائط وجوب : دا هغه شرطونه دي د کومو په پيدا کيدو سره چې حج واجبيږي، او که په همدغو کې کوم يو پيدا نشي نو حج بيخي نه فرض کيږي، او وصيت کول هم نه واجبيږي، د همدې قسم اوه شرطونه دي :

(۱) مسلمان والی، ځکه چې په کافر باندې حج فرض نه دی([1]).

مسئله : د حج فرض کيدو لپاره مسلمانوالی شرط دی، ځکه چې په کافر باندې حج فرض نه دی، که چيرته يو کس د کفر په حالت کې دومره مالدار وو که چيرته هغه مسلمان وای نو په هغه باندې حج فرض کيدو خو د کفر په حالت کې فقير شو او بيا له فقير کيدو وروسته مسلمان شو نو په هغه باندې حج نه فرض کيږي ([2]).

مسئله : که چيرته يو څوک د کفر په حالت کې حج وکړي او بيا مسلمان شي نو همدغه حج لره هيڅ اعتبار نشته، بلکې اوس که چيرته شرائط پيدا شي نو دوباره حج کول فرض کيږي ([3]).

مسئله : که چيرته کوم کافر يو مسلمان وليږي او له خپل لوري حج وکړي نو دا حج هم نه صحي کيږي ([4]).

مسئله : که چيرته يو مسلمان حج وکړي خو (نعوذ بالله) بيا کافر شي او له دې وروسته بيا مسلمان شي نو اوس که چيرته د حج شرائط موجود وي نو دوباره حج فرض کيږي ([5]).

مسئله : يوه کافر د حج احرام وتړلو او له وقوف عرفات مخکې مسلمان شو، اوس که چيرته له مسلمانيدو وروسته له نوي سره احرام وتړي نو حج صحي کيږي، او که چيرته له مسلمانيدو وروسته نوی احرام ونه تړي نو حج نه صحي کيږي ([6]).

(۲)  آزاد والی، ځکه چې په غلام (مريې) باندې حج فرض نه دی ([7]).

مسئله : که چيرته غلام د بادار په اجازه حج وکړي نو فرض حج نه اداء کيږي، له آزاديدو وروسته د شرائطو په موجود والي سره دوباره حج کول فرض کيږي ([8]).

مسئله : غلام که چيرته په مکه مکرمه کې وي بيا هم په هغه باندې حج فرض نه ده، پرته د مکه مکرمه له فقيرانو، ځکه که چيرته هغوی عرفات ته تللی شي نو په هغوی باندې حج فرض ده ([9]).

(۳) عاقل والی، ځکه چې په ليوني، مست او بې هوشه باندې حج فرض نه دی ([10]).

مسئله : د حج فرض کيدو لپاره عاقل والی او بلوغوالی شرط دي، ځکه چې په نابالغ او پاګل باندې حج فرض نه دی ([11]).

مسئله : که کوم ليوني د حج احرام وتړلو او له وقوف عرفه مخکې په هوش کې راغی او ليونتوب يې ولاړ اوس که چيرته له دې وروسته يې بيا احرام تړلی وي نو فرض حج اداء کيږي، او که چيرته يې دوباره احرام نه وي تړلی بيا فرض حج نه اداء کيږي ([12]).

(۴) بالغ والی، ځکه چې په نابالغو باندې حج فرض نه دی ([13]).

مسئله : نا بالغ د حج احرام وتړلو، له دې وروسته بالغ شو او حج يې وکړ نو فرض حج نه اداء کيږي، البته که چيرته له بالغ کيدو وروسته يې دوباره احرام تړلی وو نو بيا فرض حج اداء کيږي ([14]).

همدا رنګه ليکل شوي :

که چيرته کوم نابالغ هلک يا غلام د احرام له تړلو وروسته بالغ شي يا آزاد شي او بيا هغه حج پوره کړي نو په دې صورت کې فرض نه اداء کيږي، هو ! که چيرته هلک د فرضي حج لپاره له نوي سره احرام وتړي نو صحي کيږي، خو د غلام احرام د فرضي حج لپاره په همدې صورت کې هم نه صحي کيږي ([15]).

(۵) د حج په فرض کيدو علم لرل.

مسئله : د حج فرض کيدو لپاره د حج په فرضيت علم لرل شرط دي، خو کوم کس چې په دارالاسلام يعنې د مسلمانانو په هيواد کې استوګنه کوي د هغه لپاره دا شرط نشته، بلکې په دارالاسلام کې اوسيدل ورته کافي دي، که هغه ته يې په فرضيت علم وي او که نه وي، هو ! کوم مسلمان چې په دارالحرب د کفارو په هيواد کې استوګنه کوي د هغه لپاره علم لرل ضروري دي، که چيرته دوه سړي مستور الحال يا يو سړی او دوه ښځې مستور الحال يا يو عادل سړی هغه ته د حج د فرضيت خبر ورکړي نو حج واجبيږي، او د علم شرط متحقق کيږي ([16]).

(۶) استطاعت، يعنې د دومره مال څښتن کيدل کوم چې له ضرورت اصليه او قرض څخه زيات وي، او د هغه د زاد راه، د سپرلۍ کرايه او مصرف لپاره کافي کيږي، همدا رنګه د کومو خلکو نفقه چې د هغه په ذمه واجب وي د هغو لپاره هم دومره پريښودل شي چې د ده تر بيرته راتګ پورې د هغو لپاره کفايت وکړي ([17]).

مسئله : کوم خلک چې په مکه مکرمه کې يا له مکه مکرمه سره په شاو خوا سيمو کې اوسيږي په هغوی باندې د حج فرض کيدا لپاره استطاعت، يعنې سپرلۍ او دومره سرمايه لرل شرط دي چې هغوی له خپل وطن څخه مکه مکرمه ته تللی او واپس بيرته راتللی شي ([18]).

مسئله : د مکه مکرمه اوسيدونکي يا هغه څوک چې له مکه مکرمه سره نږدې اوسيږي او پياده سفر کولای شي نو د هغوی لپاره سپرلۍ شرط نه ده، هو ! که چيرته نشي تللی نو د هغوی لپاره هم بيا د باندې اوسيدونکو په څير سپرلۍ شرط ده، او ضروري زاد راه د مکه والو لپاره هم شرط ده ([19]).

(۷) د حج وخت کيدل.

مسئله : د حج فرض کيدو لپاره له پورتنيو شپږو شرطونو سره سره د حج وخت کيدل هم شرط دي، چې د حج په مياشتو يعنې شوال، ذيقعده او لس ورځې د ذی الحجه يا داسې وخت وي چې د هغه ځای خلک په عام ډول په همدغه وخت کې حج ته ځي ([20]).

شرائط وجوب اداء : دا هغه شرطونه دي چې د حج وجوب د همدغو شرطونو په پيدا کيدو پورې موقوف نه دی، خو اداء کول يې د همدغو شرطونو د پيدا کيدو په وخت کې واجبيږي، که چيرته د وجوب شرطونه او د وجوب اداء شرطونه دواړه موجود وي نو بيا په انسان باندې په خپله د حج کول فرض دي، او که چيرته د وجوب شرطونه ټول موجود وي خو د وجوب اداء له شرطونو څخه کوم شرط نه وي موجود نو بيا پرې په خپله حج کول واجب نه دي، بلکې په همداسې صورت کې د خپل ځان له لوري د بل کس ليږل او فی الحال حج کول يا په وروسته کې د حج کولو وصيت کول واجبيږي، د همدغه قسم پنځه شرطونه دي :

(۱) تندرست والی.

مسئله : په دې کې د علماء کرامو اختلاف دی چې کوم کس تندرست نه وي، بلکې ناروغ وي، يا ړوند وي، يا فلجي وي، يا ګوډ وي او هغه په خپله سفر نشي کولای او د حج ټول شرطونه موجود وي نو په داسې کس باندې حج فرض دی او که نه؟ ځينې وايي چې حج پرې فرض دی او ډيرو علماء کرامو همديته صحي ويلي، او د دوی د قول مطابق که چيرته همداسې کس حج نشي کولای نو په هغه باندې د حج بدل کول يا د همدې وصيت کول واجب دي او که چيرته په خپله حج ته ولاړ شي نو حج يې کيږي، او ځينو علماء کرامو ويلي چې په همداسې کس باندې حج واجب نه دی، او نه په هغه باندې د حج بدل کول او نه وصيت کول واجب دي.

دا اختلاف په هغه صورت کې دی چې هغه ته د معذور کيدو په حالت کې د حج استطاعت حاصل شوی وي، خو که چيرته د صحت په حالت کې حج پرې فرض شوی وي بيا ناروغ يا معذور شوی وي په داسې صورت کې بيا بالاتفاق په هغه باندې حج واجب دی، او هغه ته حج کول او وصيت کول واجب دي ([21]).

(۲) قيد يا د بادشاه له لوري ممانعت.

مسئله : که چيرته يو کس په بنديخانه کې وي يا بادشاه هغه د حج له کولو منع کوي نو په داسې کس باندې په خپله د حج کول واجب نه دي، خو که چيرته د حج کولو موقع ورته پيدا نشوه نو د مړينې (مرګ) په وخت کې د حج بدل کولو وصيت پرې واجب دي ([22]).

(۳) په لار کې امن والی، په دې باره کې اکثر لره اعتبار دی، يعنې که چيرته زيات خلک په امن او امان سره رسيدل نو حج فرض دی، د بيلګې په توګه که چيرته زياتره خلک په لار کې د غلو له لوري لوټ کيدل، يا کوم داسې سمندر (درياب) حائل وو په کوم کې چې زياتره جهازونه يا کشتۍ ډوبيدې او زياتره خلک پکې هلاکيدل يا په لار کې بله کومه ويره وه نو په داسې حالت کې حج نه فرض کيږي، هو ! که چيرته همدا ډول پيښې کله کله په اتفاقي ډول پيښيدې نو بيا د حج فرضيت نه ساقطيږي ([23]).

مسئله : د حج د واجب کيدو ټول شرطونه موجود دي، خو لاره په امن کې نه ده، له کوم ظالم څخه ويره ده، يا کوم درنده موجود دی يا په سيند کې د ډوبيدو ويره ده، نو په داسې صورت کې حج کول واجب نه دي، خو که چيرته لاره تر مړينې (مرګ) پورې په امن کې نه وه نو د حج بدل وصيت واجب دي ([24]).

همدغه دری واړه شرطونه د سړيو او ښځو ټولو لپاره دي، او لاندني دوه شرطونه د ښځو لپاره دي :

(۴) د ښځې لپاره له هغې سره د ميړه يا د کوم بل محرم موجود والی، کله چې د هغې له کور څخه تر مکه پورې د سفر په اندازه يعنې د دريو ورځو مسافه وي، که چيرته ميړه يا محرم له هغې سره نه وي نو بيا د ښځې لپاره د حج سفر غوره کول ناروا دي، همدا رنګه په کومه ښځه چې حج فرض شوی وي هغه د خپل ميړه له اجازه پرته هم له کوم محرم سره حج ته تللی شي ([25]).

مسئله : د ښځې د حج کولو لپاره دينداره محرم يا ميړه هم شرط دی، که چيرته کوم محرم نه وي، يا خو وي مګر له هغې سره تلو ته تيار نه وي، همدا رنګه ميړه يې هم تلو ته تيار نه وي نو حج ته تګ واجب نه ده، که چيرته حج ونکړي نو د حج کولو وصيت واجبيږي ([26]).

له ښځې سره د محرم مسئله په راتلونکو مخونو کې په تفصيل سره راتلونکې ده انشاء الله.

(۵) له عدت څخه د ښځې خالي والی، همدغه دوه شرطونه د ښځو لپاره زيات دي ([27]).

مسئله : که چيرته ښځه د عدت په حالت کې حج وکړي نو حج يې کيږي، خو ګنهګاره ده ([28]).

شرائط صحت اداء : يعنې هغه شرطونه له کومو پرته چې حج نه کيږي، او دا په لاندې ډول دي  :

(۱) اسلام : د دې بيان لږ وړاندې تير شو.

(۲) احرام : که چيرته يو کس له احرام پرته د حج افعال وکړي نو حج يې نه صحي کيږي.

(۳) د حج وخت او زمانه : يعنې د حج په مياشتو کې د حج افعال لکه سعی، طواف، وقوف وغيره په خپل خپل وخت کې يې کول.

(۴) مکان : يعنې د هر شي په هغه خپل معلوم ځای کې يې کول، د بيلګې په توګه وقوف په عرفه کې، طواف په مسجد حرام کې، رمې په منی کې او داسې نور، که چيرته يو کس د حج افعال هغه که رکن وي که واجب وي او که سنت د هغه له ځانګړي ځای څخه پرته په کوم بل ځای کې وکړي نو هغه افعال نه صحي کيږي.

(۵) تميز.

(۶) عقل.

(۷) له احرام وروسته له وقوف عرفه مخکې د جماع (کوروالي) نکول، که چيرته جماع (کوروالی) وکړي نو حج نه صحي کيږي.

(۸) د حج افعال په خپله ترسره کول، هغه که شرائط دي که ارکان دي که واجبات دي، البته په ځينو افعالو کې د عذر په صورت کې نيابت هم روا دی.

(۹) د کوم کال احرام چې وتړل شي د همغه کال حج کول ([29]).

شرائط وقوع فرض : يعنې هغه شرطونه کوم چې د حج د فرائضو د واقع کيدو او له ذمه څخه د ساقط کيدو لپاره ضروري دي :

(۱) د حج په وخت کې مسلماني.

(۲) د عمر تر اخيره پورې په اسلام باقي پاتې کيدل، که چيرته کوم کس (العياذ بالله) له حج وروسته کافر شي نو د هغه لومړنی حج معتبر نه دی، له مسلمانيدو وروسته بيا حج کول پرې واجبيږي، په دې شرط چې موجود وي.

(۳) آزاد والی.

(۴) بالغ والی.

(۵) عاقل والی.

(۶) په خپله حج کول کله چې قدرت وي.

(۷) په جماع (کوروالي) سره د حج نه فاسدول.

(۸) د بل چا له لوري د حج نيت نکول.

(۹) د نفلو نيت نکول ([30]).

([1]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([2]) معلم الحجاج، ص : ۸۰.

([3]) معلم الحجاج، ص : ۸۰.

([4]) معلم الحجاج، ص : ۸۰.

([5]) معلم الحجاج، ص : ۸۰.

([6]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([7]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([8]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([9]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([10]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([11]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([12]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([13]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([14]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([15]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([16]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([17]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([18]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([19]) معلم الحجاج، ص : ۸۲.

([20]) معلم الحجاج، ص : ۸۱.

([21]) معلم الحجاج، ص : ۸۲.

([22]) معلم الحجاج، ص : ۸۶.

([23]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([24]) معلم الحجاج، ص : ۸۶ – ۸۷.

([25]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([26]) معلم الحجاج، ص : ۸۷.

([27]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.

([28]) معلم الحجاج، ص : ۸۹.

([29]) معلم الحجاج، ص : ۹۰.

([30]) معلم الحجاج، ص : ۹۰.

مخکینې مطلب

د پښتو (ی) ګانې

بل مطلب

فیفا مؤسسې د انتخاباتو په برخه کې د افغان حکومت پر ناغېړیو انتقاد کړی

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com