یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د مستعدو شخصیتونو د له منځه وړلو لړۍ!!!

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
مارچ 30, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
7
ځلې شریک شوی
87
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، لیکنه: شبیر احمد عثماني

شهید بشیراحمد ریان هم یومستعد شخصیت و

کله چې دشهید بشیراحمد ریان پرشهادت خبرشوم زړه مې داسې درد وکړ لکه یو څوک مې په زړه کې په خنجر ووهي  په زخمي زړه کې مې خنجر تاووي. داچې زه یوه بیماري لرم او معالج ډاکتر راته ویلي : کله چې یو داسې څه واورې چې تا ځوروي نو فورا له هغې خبرې بې پروا کیږه او داسې اوسه لکه هیڅ دې چې نه وي اوریدلي.

 یو څه وخت  مې همدا هڅه وکړه چې ځان بې پروا کړم له همدې امله مې قلم ته هم لاس نه وروړل ترڅو د بیمارۍ د زیادت مخه ونیسم خو زما او ددې خبر مجادله  درې ورځې روانه وه مګر اخر دې مظلومانه شهادت پدې مجبور کړم چې یو څه ولیکم. له یوې خوا به مې دشهید بشیراحمد ریان صیب حق تر یو بریده اداء کړی وي اوله بل اړخه مې شاید یو څه دزړه درد هم ورسره کم شي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

زمونږ په ملت دا درد ځور او کړاو له ۳۷ کلونو راهیسې پیل شوی دی، هر پړاو کې له داسې نا مرده او بغیرته دښمن سره مخا مخ کیږو چې هیڅ رحم ، عاطفه او زړه سوی نلري، په هیواد او ملت مو داسې ګذارونه کوي ـ داسې زیان ور اړوي چې یوازې دهماغه شیبې لپاره نا ، بلکې ، تر پیړیوپیړیو پاتې کیږي .

تر هرڅه لومړۍ مو پر دین تعرض کوي او پدې لړ کې مو مقدساتو ته سپکاوی کوي ، دیني علماء مو په شهادت رسوي دیانتداره او پرهیزګاره مستعد شخصیتونه مو له منځه وړي.

کمونستانو(خلقیانو او پرچمیانو) له کودتا وړاندې او وروسته خپل کفریات او الحادیت داسې په ډاګه کاوه ((  که خدای موجود وي نو زما دا غځیدلی لاس دې راټول کړي، کله چې الله تعالی په هرڅه قادر او توانا دی نو بیا ولې ټول هغه څوک چې په څرګند ډول دالله دښمنان دي له منځه نه وړي، قرآنکریم یوه عربي مجله ده چې دهغه وخت یو پوه کس لیکلي ، دیني علماء پر ټولنه بار او دټولنې د وروسته پاتې والي لامل دي او داسې نور…..))

له۱۳۵۷ هـ ش کال دثور۷ مې کود تا وروسته یې لومړۍ برید پر دیني علماؤ وکړ ویې نیول ـ ویې وژل او تر ننه یې ورک کړل. بیا یې په عسکري ځواک او پوهنتونو کې کې ټول هغه افسران او محضلین چې دیانتدار،پرهیزګار او مستعد شخصیتونه و د انقلاب ضد تر نامه لاندې ووژل او ځینې ترننه هم ورک دي. دینې مدارس یې دانقلاب ضد اشخاصو روزنځایونه ونومول، ویې تړل ـ بمبار یې کړل او له مخې یې لرې کړل…..

کله چې امریکا دکفري نړۍ په حشر پر ۲۰۰۱ میلادي کال داکتوبر پر ۷ نیټه پرافغانستان پوځي یر غل پیل کړ او له ۴۵ ورځو جګړې وروسته یې اسلامي امارت له مخې لرې کړ بیا هم همدا کړنې تکرار شوې خو دا ځل دا هرڅه دتروریست په نوم دي.

دغو ظالمانو پخپلو کورونو کې دیني علماء په شهادت ورسول ـ ویې نیول ګوانتنامو او بګرام کې یې بندیان کړل، مدرسې یې په وار وار بیعزته کړې، تلاشۍ او له مدرسو نه دزده کوونکو(طالبانو) نیول، وژل او په کلونوکلونو بندي کول یې پیل کړل، ارتداد په ډاګه شو، دالهي کتاب قرآنګریم سپکاوی په بیا بیا ترسره شو….

  په ۲۰۰۳ میلادي کال دحمل په میاشت کې دخوست ولایت مقام په میلمستون کې د دیني عالمانوغونډه جوړه شوي وه پدې غونډه کې مولوي محمدخان تڼي دامریکایانو او موجوده حکومت پرخلاف ډیره پرځای او په کره دلائلو ولاړه وینا واوروله ما یې ټول جریان ثبت کړ کله چې ماښپښین راډیو ته راغلم دراډیو رئیس ته مې وویل چې دمحمد خان مولویصیب ټوله وینا له راډیو نشروم ترڅوخلک پوه شي چې په هیواد کې څه روان دي! درادیو رئیس عبدالرحمن محبت ټول تقریر واوریده او راته ویې ویل چې دا زمونږ دهیواد یو ډیر لوړ علمي مستعد شخصیت دی او سخت زړور او شجاع دی خو داسې وخت دی چې باید داسې شخصیتونه پټ وساتو ترڅو ترور نشي نوباید تقریر یې نشر نکړو.

یوه میاشت وروسته مولوي محمدخان صیب پخپل جومات کې پداسې حال کې په بم والوزول شو چې دا آیت یې ترجمه کاوه( ان الذین یخشون ربهم بالغیب لهم مغفرة واجرکبیر) مولوي صیب شهید شو په طالبانو وتپل شو خو طالبانو یې ترآخره مسئولیت پرغاړه وانخیست ځکه چې طالبانو دا کار نه و کړی. خوامریکایانو یې ډیر زر عکسونه هم چاپ کړل او ولایت ته یې دنده وسپارله چې خلک راټول کړي او لاریون وکړي ترڅو طالبان بدنام شي. خوټول خلک پدې پوهیدل چې دا کار امریکایانو کړی ځکه همدې جومات ته دماسپین لمانځه یونیم ساعت وړاندې امریکایان ننوتي و ددوی سره موجود دکمپائن عسکر یې هم له ځان سره نه و پریښي ددرګي کلي یو اوسیدونکي راته وویل چې دلته امریکایانو شل دقیقې وخت تیر کړ شاید دا کار امریکایانوپخپل لاس کړی وي.

په همدې کال دخوست ولایت دلکڼو سیمې یو تنکی ځوان محمد رئیس چې له عصري او دیني علومو فارغ شوی و له فراغت وروسته یې له پیښوره یوکمپیوټر هم له ځانه سره پدې هیله  راووړ چې دکلي په مدرسه کې ددیني علومو ترڅنګ انګلیسي ژبلوست اوکمپیوټر هم تدریس کړي ترڅو مو دیني علماء او طالبان دنوي تکنالوژۍ سره آشنا شي.

خو مولوي محمدرئیس دوهمه شپه دامریکایانوله خوا پخپل کور کې دمور ترمخ په شهادت ورسول شو امریکایي عسکرو یې مور ته وویل چې داده دتل لپاره مو د زوی نه خلاصه کړې، دخوست په باک ولسوالۍ کې شیخ الحدیث مولوي زین العابدین چې د عمر په لحاظ ډیر کم و خو په حدیثو کې یې تخصص کړی و او دهیواد په کچه د پوهوشیوخو له جملې شمیرل کیده، پخپل قوم او سیمه کې یې پرټول اولس ژورنفوذ درلود، دده په شتون کې دخپل هیواد  طالبان دیته اړ نه و چې دحدیثو دزده کړې لپاره پاکستان ته لاړشي خو امریکایانو په ډیره بیرحمۍ  په خپل کورکې  په شهادت ورساوه. په سلګونو داسې نورې بیلګې په هرولایت کې لرو.

امریکایي غلامانو هم دالړۍ جاري وساتله په پوهنتونو، لیسو او …. کې یې مسلمان مستعد ځوانان په نښه کړل او په له منځه وړلو کې یې هیڅ دریغ ونکړ او دا لړۍ دوام لري.

بشیراحمد ریان داینجنرعبدالله ګل ریان زوی او دغزني ولایت اوسیدونکی. هسې خو غزني یو له هغوسیموڅخه دی چې زیاتره مستعد ځوانان پکې دنیا ته رازي. الله تعالی به نورهم داسې ځوانان پیدا کړي چې دپخوانیو ځای به ونیسي خو د اوس لپاره مونږ ته ځکه ډیر زیان دی چې کلونه کلونه وخت به په بر کې واخلي.

بشیراحمد ریان چې لا تنکی ځوان و خو ۱۴ ټوکه بیلا بیل علمي ( ادبي تاریخي او فقهي ) کتابونه یې تصنیف او تألیف کړي و او دکندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ محصل و. استعداد یې په سیمه کې ډیر مشهور او ټولو خلکو ته ډیرګران او محبوب و.

دښمن دده استعداد  ونشو زغملی، دښمن داسې فکر کاوه چې که دبشیراحمد ریان سره وسله نشته کوم نظامي شخص ندی او اوس مو په مخالفت کې هم دریدلی ندی مګرپه حقیقت کې ترټول غټ دښمن دی ځکه چې بشیراحمد ریان په اسلام، هیواد، اولس او خپلواکۍ مین مستعد شخصیت دی که دعلم په ګاڼه هم وپسولل شي نو په راتلونکي کې به ترټولودهغه چا ډیر او سخت دښمن وي کوم چې نه اسلام ته وفادار وي نه هیواد او اولس ته  او نه هم دخپلواکۍ فکر ورسره وي بلکې هرڅه دخپلې خیټې نه قربانوي.

پدې عصري نړۍ کې چې انسان ډیر ارزښت لري دفلاح او بهبود لپاره یې ډاکتر، اینجنر، دیني عالم ، ژورنالیسټ او ….. هریو ډیر زیار باسي ترڅوانسانان دژوند له خوږو کما حقه خوند واخلي. خو زمونږ واکمنان زمونږ دملت او تول بشریت دښمنان دي دبشریت پوپناه کولو لپاره کار کوي هرګام دپخوانیوجاهلو او سخت زړو انسانو په څیر اوچتوي. تاسې وګورئ په زندانو کې یې هغه څوک پراته دي له چا سره چې داسلام هیواد، اولس او خپلواکۍ مینه پرته ده . او همدا اتلان او دهیواد اصیل بچیان د دار تختې ته بیایي.

دتیر جهاد پروخت زمونږدجبهې مجاهدینو یوتن محصل دجګړې پروخت ونیو، مجاهدین ملګري ډیر په قهر او غصه و ما ورته وویل چې یوځل دې تحقیق وشي بیا چې هرڅه ورسره کوي ستاسو خپل کار دی. دتحقیق پروخت څرګنده شوه چې ډیر پوه او ځیرک وه، ښه استعداد یې درلود او د مور ایکي یو زوی  و دده په اړه مستنطق قوماندان مولوي صیب ته ټول تحقیق وښوده او ورته ویې ویل چې عسکرۍ ته جبرا راوستل شوی دی، جګړه یې له ډاره کړي ، فی الحال دپوهنتون محصل دی که تحصیلات وکړي هیواد او خلکو ته به ریښتینی خادم پاتې شي.

مولوي صیب نیولي عسکر ته معافي وکړه دلارې خرڅ یې ورکړ او له سره ترپښو یې ورته البسه واخیسته. کله چې نور مجاهدین پردې خبرشول ټول غصه ول ویل یې: ترټولوسخته جګړه دې عسکر وکړه زمونږ څو تنه تعرضي مجاهدین همده شهیدان او ټپیان کړل باید په هیڅ صورت ژوندی نه وای پاتې شوای. خوقوماندان مولوي صیب ورته وویل: چې جهاد د څه لپاره کوې؟ ویل یې د اعلاء کلمةالله او خپل هیواد او خلکو دارام خپلواک او عزتمند ژوند لپاره . مولوي صیب ورته  وویل چې دا عسکر به له تحصیل وروسته ستا داهدافو لپاره کار کوي.

خو! دامریکا په لاس کښینولي رژیم او لنډه غر یې له هغه څه سره په جګړه بوخت دي چې داسلام هیواد، اولس او خپلواکۍ له خدمت پرته بل هیڅ کوم هدف نلري.

بشیراحمد ریان  هیڅ په کوم سیاسي او نظامي فعالیت کې ملوث نه و، له هیچاسره یې شخصي دښمني نه درلوده دیوې غریبې کورنۍ مسلمان مستعد او پخپلواکۍ مین ځوان و.په پوهنتون کې دامتحان له صحنې بوتلل شو هیچاته یې په اړه  معلومات نه ورکول کیدل، اوس نو دخفګان او پریشاني ځای دادی چې داسلام سره محبت، دیانتداري، او خپلواکي غوښتنه جرم بلل کیږي او داسې خلک په دومره قساوت سره لمنځه وړل کیږي چې بشري تاریخ یې په لیکلوشرمیږي.

دا چې دبشر اودژورنالیستانود حقوقودساتنې ادارې په هیواد کې موجودې دي او په همیشني ډول یې د موجوده حکومت داسې بیرحمانه او بشرضد کړنې پټې کړي او په اړه یې هیڅ غبرګون ندی ښودلی ولې؟ دا ځواب باید دا پلیتې ادارې ورکړي. خو مونږ دا وایو چې ځوانان مو باید بیدار واوسي په پوره همت ، خلوص او ځیرکتیا سره دداسې کړنو په وړاندې ودریږي.

یادونه: په کابل ټکي کام کې خپرېدونکې لیکنې یوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې نظر ورسره شرط نه دی.

مخکینې مطلب

فیفا مؤسسې د انتخاباتو په برخه کې د افغان حکومت پر ناغېړیو انتقاد کړی

بل مطلب

په افغانستان کې له ۲۵زرو ډېر دولتي پوستونه خالي دي، خو ځوانان اوس هم له بې کارۍ شکایت کوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com