پزشکیان: مذاکرات د تسلیمۍ مانا نه لري؛ د ایران له حقونو به دفاع کوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، چې خبرې او مذاکرات هېڅکله د تسلیمۍ یا شاتګ په معنا نه دي.

نوموړي په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي، چې د مذاکراتو موخه د ایران د ملت د حقونو ترلاسه کول او د هېواد له ملي ګټو دفاع ده.

پزشکیان ټینګار کړی، چې ایران به هېڅکله د فشارونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي په خبره يې، که هر وخت مذاکرات ترسره کېږي، هدف یې د ستونزو حل او د ایران د دریځ ساتنه ده، نه دا چې هېواد دې تسلیم شي یا له خپلو اصولو تېر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button