نتنیاهو: جګړه لا نه ده ختمه شوې؛ ایران لا هم یورانیم او توغندیز پروګرام لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلو لومړي وزیر بن یمین نتنیاهو له سيبياېس شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې له ایران سره جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او لا هم په ایران کې غني شوي یورانیم او د اټومي بډاینې تاسیسات موجود دي چې باید له منځه یووړل شي.
نوموړي ادعا کړې، چې اسرائیلو د ایران پوځي او تخنیکي وړتیاوو ته «دروند زیان» اړولی، خو لا هم نورو اقداماتو ته اړتیا شته.
نتنیاهو ویلي، ایران لا هم په سیمه کې د خپلو متحدینو ملاتړ کوي او د بالستیک توغندیو پر جوړولو يې کار روان ساتلی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر همداراز ویلي، چې د هرمز تنګي د تړل کېدو خطرونه اوس لا څرګند شوي او ادعا یې کړې، چې چین ایران ته د توغندیو اړوند تخنیکي پرزې او ملاتړ ورکړی دی.



